سخاوت
وينم چه څومره ورته ګران يمه زه
دې سخاوت ته ئې حيران يمه زه
*****
له شاتو ډک ډک ئې خُمونه راکړل
که ئې له زهرو ډک جامونه راکړل
*****
دميرويس خان دپګړۍ ول خراب شو
د ايوب خان سنګر مورچل خراب شو
*****
د اکبر خان توره شوه خرڅـه ياره
چـــــه بې ننګي نشي په برخه ياره
*****
وطن زمـــا اولس زمــــــــا دۍ دلتـــه
افسوس افسوس واک دبل چادۍ دلته
*****
سَرکه کړم ښکته په ګريوان کې يوځل
قضاوت وکړم په وجدان کې يوځل
*****
دا دي دوستان که دښمنان د وطن
په مرګ چه وژني ماشومان د وطن
*****
ها شـــــــپو داره زوړ اشنا راغــــلۍ
نيــکه شړلۍ وه اوس بيـــا راغــلۍ
*****
دا آزادي که غــلامي وبــــــولـــــم
دا مې ځواني که نا مردي وبولم
*****
کاکړ به نه وي خو تاريخ دۍ ژوندۍ
قلم پلاس هر څـــــه ليکي ګړندۍ
انجنير عبدالکبير کاکړ
جرمني ۲۷ . ۲ .۲۰۰۶