
ایمل پيروز
د پسرلي په یوه ښکلي ماښام کې
روڼ آسمان لاندې پر ځمکه
ونې مستې په نشه د پسرلو دي
بوراګان هرخوا بزیږي
بلبلان سر په نارو
شا او خوا د ونو پاڼې
په رپیدو دي
په نڅیدو دي
ګواکي پټ یې په غوږو کې
د بهار زیرې چا کړې
د خزان له تاوه ستړي
هم د ژمي یخ ځپلي
ظالم باد هرخوا رټلي
ښې ناخوالې یې زغملي
له دی غبرګو افسانو نه
د طبیعت له نندارو نه
څه خبر، څه ناخبره
له سحار تر مازیګره
بلبلان بولي سندره
زه ورګډ په ګڼه ګونه
نیم ورک او نیم پیدا یم
پټ له ځان سره غونیږم
ګواکي ځانته څه شې وایم
د طبیعت دغې ښکلا ته
چې په اوچ کې د ځوانۍ ده
په دوه ګوني احساس ګورم
....
کله وړانګې د زري لمر
ما کړي پورته آسمانو ته
زه یې شوق کې لیونې شم
کله ومې ولي پر ځمکه
هره ښادي کړي رانه ورکه
بیرته بل جهان ته ورشم
نه نه، خپل جهان ته ورشم
بیا غمونه راژوندي شي
زما وجود پکې بندي شي
آ غمونه چې عمرونه راسره دي
رانه تاو شي راچارپیر شي
د طبیعت ښایست مې هیر شي
ما پردې کړي له هر چانه
هر ښایست نه، هر ښکلا نه
بیا زه ګډ شم وسوسو کې
په فکرونو کې لاهو شم
د «غني» په شان خالق ته*
په زارو شم
په نارو شم
«ولی غم لکه آسمان په جهان خور دی؟
خدایه ولې خوشحالي دی کړه نایابه
ولی ماته دی د «ولی» طاقت راکړ
خدایه ولی؟ خدایه ولی؟ خدایه ولی؟»
۲۰۰۷ کال د مئ میاشت
________________________________________________
*غني خان: د پښتو ژبې لوی شاعر او فیلسوف دی