ښکلا
په ښکلا کی جذبه اود زړه رغبت وی
زړه بایلل ښکلا ته د دلبر طراوت وی
دښکلا په مضمون هغه څوک ښه پوهیږی
چی په زړه کی د دلبرمینه اومحبت وی
ښکلا د ښکلو د مینی پیش امد دی
ښکلا د مینی انګیزه د و صلت وی
ښکلا د مین زړه د زړه غټ سارق دی
ستنول د تللی زړه له تیږو هم سخت وی
ښکلا ستاینه د معشوق د جمال دی
دښکلا نور او نمک ناز او نزاکت وی
ښکلا د ښکل پسندو ستر انګیزه دی
د دلبر د نظر جلب مین ته مسرت وی
زه (مل) خپله د دلبر په دام کی ګیر یم
اسارت د یار په در کی نعمت وی
***
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)
جرمنی ۱۴-۷-۲۰۰۸
دخوشحال توره را واخلی
زه حیران یم پښتنو ته چی له خوبه نه ویښیږی
که په کوز دی که په بر دی دښمنی نه نه مړیږی
نور قومونه په نړی کی یو د بل ځنی جاریږی
پښتانه خپل مینځو کی له جګړو نه ستړی کیږی
د پردیو په لمسون یو او بل ته کوهی باسی
له ډیر قهر او له غضبه جوش اوبه یی نه سړیږی
څوک عربوته خدمت کړی په تسبو اواوږده ږیرو
بل چوپړ دپنجابی شی هیڅ له خلکو نه شرمیږی
خپل تاریخ یی هیر کړی د پردیو نوکری کړی
د لاهور د حاکمانو له خبرو نه تیریږی
په نفاق اوځانځانی کی خپل وطن یی کنډوالی کړل
اسلام آباد یی زرغون کړل پروطن خپل نه ژړیږی
تو لعنت په دی شملو شه چی پخپل سر نیغه کړی
چی د خپل خلک په کړاوزړه یی هیڅ نه رحمیږی
پښتنو له خوبه ویښ شی د خوشحال توره را واخلی
ستا دورود کنډی اوښکی هیڅ له سترګونه وچیږی
یو ځل بیا د تاریخ پاڼی په همت سره رنګین کړی
د میرویس وطن آزاد کړی بندګی می نه خوښیږی
له اټکه دښمن تیر کړی اولسونه ټول چمتو دی
پښتنو چی وخت تیر نشی د سیلاب مخ نه بندیږی
واک دخپل وطن په لاس کړی اولسونه زرآزادکړی
دا وطن ستاسو خپل دی په غربیانو نه جوړیږی
له پیغوره ځان اوباسیی شمله نیغه کړی له سره
د اصیل د پښتون سر پنجابیان ته نه ټیټیږی
په جګړه د ننګرهار کی پنجابیانو ته معلوم شو
چی د ستر نجیب میړانه له تاریخه نه هیریږی
ږیره ورو، پکول پوشو د ضیا* نواز** مخبرو
فیصله د پښتنو دی ، دی وطن کی نه اوسیږی
هغه وخت اوس رسیدلی چی دښمن او دوست بربنډ شی
رنګ مو ورک کړی له وطنه دهیچا اوس نه خوښیږی
کارنامی مو ټول څرګند شو رشوتخورو قاچاقبرو
تور مخونه په صابون سره هیڅکله نه سپینیږی
دا وطن د پښتنو دی ستاسو ځای لاهور پنجاب دی
لمر هیڅکله د لاسونو په دوه ګوتو نه پټیږی
کابل تاسی په راکټوله یوسره ټول مو وران کړل
کنډوالی یی شاهدان دی هیڅ څوک ( مل ) نه منکریږی
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)
جرمنی ۲۱-۶-۲۰۰۸
------------------------------------------------
*ضیاوالحق د پاکستان متحجر افراطی جمهور ریس
** نواز شریف انګلیسی لاس پوڅی دپاکستان جمهور ریس
گل روی توبود
دیشب ندیم خیالم دوچشم دوابروی تو بود
در گلستان عشقم رنگ گل روی تو بود
بوی مشکین دلاویز جعد گیسوانت
بستر خوابم عطر اگین ازبوی تو بود
شمع رویت چه چراغان نموده بود فضا
چشم اشفته ای من خيره ء گیسوی تو بود
از سر شب تا سحر خواب در چشمانم نبود
میل خوابیدنم ای یار سر زانوی تو بود
حلقه اي موي تو اويخته معوج به عذار
دوچشمم در طلب چشمان آهوی تو بود
قصه اي عشق من وتو هیچ ندارد پایان
(مل) آشفته خیال لحظه به پهلوی تو بود
***
پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)
جرمنی 17-5-2008
وطن تو مهد وآب ودانه ء من
وطن تو آشیان و خانهء من
اسیر ملک غیر وبیگانه شدم
باغ وبوستانت برلب ترانه ء من
آتش هجر تو بجان و دلم
میسوزاند جسم و لانهء من
دل به دیدارت می طپد ای وطن
ساغر و باده و میخانه ء من
غم هجرت را کشم شب وروز
بیتو آرام نگیرد دل دیوانهء من
طرب وشادابیت میخواهم وطن
وطن تو افتخار جاودانه ءمن
--------------
پوهندوی دوکتور سیدحسام ( مل)
جرمنی 24-5-2008
باردگر
ا گربينم رخ گلگون یار بار دگر
بجز از بوسید نش هیچ نکنم کار دگر
تلخی شبهای هجران را همه بزدایم
ببوسم من لبانش چنان بسیار دگر
ياد بوسیدن لبهای سرخ قرمز یار
میل بوسید نش دارم چندین بار دگر
لبان خشکیده ام را چنان تازه کنم
که نه خشکد لبم از بوسیدنش بار دگر
گر مساعد نشود بوسیدن لبها یش
نرود ( مل) پی بوسیدن به بازار دگر
****
پوهندوی دوکتور سید حسام ( مل)
جرمنی 19-5-2008
تازه کنم
در میخانه زنم لب به می تازه کنم
غم هجرش فراموش دمی با باده کنم
چهرهء دلکش او تاب وتوانم برده
علاج قلب حزین با می مستانه کنم
دمی در خیال بجویم وصال رخساراو
از پیر میکده خواهش پیمانه کنم
ز قید هوش برآیم روم به درگه ءخیال
به پیش منزل دلباخته ام لانه کنم
روز هجران وفرقت شب آرم به سر
غم تنهایی را ( مل) دور زغمخانه کنم
***
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل )
جرمنی 29-5-2008
همصداشوید
ای مردم آزادهء افغان به پا شوید
در انقراض دولت خودکام يكجاشوید
ظلم و ستم اندر وطن بیداد میکند
در چیدن ظلم وستم يكي وهمنوا شوید
این خود کامگان همه عمال اجنبی
در طرد این گروه ء اجنبی باما شوید
ازقدرت علیا براندازید این ناکسان را
درجستجوی مردم خبره و دانا شوید
ریختند خون خلق وطن درده وشهرها
ازده وشهرها همه با یک صدا شوید
ازسرزمین خویش برانید همه خسان
مرهم زخمهای دیرینه ء دلها شوید
****
پوهندوی دوکتورسید حسام (مل)
جرمنی 4-6-2008
یاره می یادیږی
تا چی ځان سینګاره وله یاره می یادیږی
زړه ځما نه چی دی وړله یاره می یادیږی
تا په مینه مینه ویلی چی زه ستا يمه نګار
مخامخ زه اوم ولاړ یاره می یادیږی
ما هم تاته وویل سرمی جارشی له تا یاره
ستا په شونډوکی مسکا شوه یاره می یادیږی
په رګونو مو سکروټی د مینی بهیدل
تا چی ماته ځیر کتله یاره می یادیږی
په دیدن نه مړیدلو څه دوران دځوانی وه
آتیشینه مینه ځما اوستا یاره می یادیږی
لاړشو تیر هغه وختونه ها د مینی محلونه
ها لمړی کاته د ستا یاره ښه می یادیږی
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)
جرمنی ۲۱-۴-۲۰۰۸
مکوه جفا
له آسمان نه دی کړم ښکته دسری شونډو په مسکا
چی له سترګو می پناه شویی نه دریږی می ژړا
ښاپیریان می وه لیدلی خو می زړه نه وه بایللی
څه جادو وه ستا په سترګو چی شم ګیر ستا په آدا
سودایی شم چرت وهو نه ګریوان څیری لیونی
ښه دی ونکړه دلبره چی دی پریښودم تنها
د چرتو په ټال زنګیږم چی را یاد می شی دلبره
درپسی ژاړم په چیغو نه لرم شرم و حیا
د بیلتون په اور کی سوځم خبر وامی اخله دلبره
دزخمونو می مرهم شه بس دی مکوه جفا
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)
جرمنی ۱۴-۴-۲۰۰۸
دبدو له نظره
نن دی بیا ایښی وربل کی ګل قطار
سترګی تور دی په کجل کړی نګار
په نکریزو دی سره کړی سپین لاسونه
د سینی پاو لی دی خیژی شرنګهار
په دی ورځو کی هسی ښکلی ښکاری
چی دی ونه وینم زړه شی نا قرار
خدای دی ساته د بدو له نظره
خپله ښکلی یی یار مه کوه سینګار
چی ځما د سترګو یو شیبه پناه شی
زړه می چور ستا د دیدن کوی تلوار
بد ګمان در باندی نه یمه جانانه
مه اوره هیڅکله خبری د اغیار
(مل) چی ښکلی یار لری هغه ته یی
په کامل عقل کوم تاته اقرار
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)
جرمنی۱۶-۳-۲۰۰۸
***********
زولانه
که د ستا اشاری نه وایی زه له مینی بیګانه اوم
نه د عشق په لومه بند اوم نه د مینی دیوانه اوم
ستا د ناز خندا لاهو کړم د خیالونو سمندر کی
په خیالونو کی شه ډوب ستا د تور وربل شانه اوم
ستا می مخ را یادوله پردی اوم چور له عقله
ستا د شمع په هاله کی سرګردانه پروانه اوم
ستا د مستو سترګو غشی ننوتی می په زړه وه
ستا د زلفو ځنځیرو کی هم اولچک هم زولانه اوم
ستا د مینی په لمبو کی سوزیدمه سر تر پایه
هیڅ رانغلی ته می خواته منتظز د یارانه اوم
له خیالاتو می اوباسه چی په خیال کی ملنګ شم
دروازی ته دی ولاړ منتظر د شکرانه اوم
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)
جرمنی ۳-۴-۲۰۰۸
*********************
شین ډالر
بی وطنه ، بی هویته ، پردی ملک کی ولویدلی
چاپیریال راته پردی ، ژبه ګونګ ، عقل می تللی
واک او اختیار می خپله نشته دپردو په ملک نوکر
د افغان د لرو برو ځانځانی کی سوځیدلی
هر انسان په دی نړی کی پخپل خوښه ژوند آزاد کړی
زه د توری ارتجاع له جهالته تښتیدلی
د نفرت په سترګو ګوری دلته خلک ماته له یو سره
آزادی وطن کی نشته اجنبی وطن نیولی
خپل هویت راځنی ورک بی وطن او بی نشان یم
شمله ټیټ په زړه غمجن پر دیسی کی ربړیدلی
زه دخوارو او بی وزلو د رنځونو په جګړه کی
پخپل مخ می د ظالم څپیړی وار په وار خوړلی
د غربت په اوږد شپو کی په چرتونو کی لاهو شم
له خپل ځان نه می تپوس کړ ما خو چا نه دی وژلی
پردی لری می له مخ کړ د ملا څیره می ولید
ببر ږیری مخ تورن شین ډالر په لاس خپل نیولی
دین فروش ، افغان دښمن ، د پردیو تالی څټی
د الحاد ټاپه په لاس یی د هر چا په مخ و هلی
ته یواځی نه یی (مله ) چی اخته په دی کړاو یی
ډیرو ډیرو افغا نان دوی په کفر تورن کړی
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)
جرمنی ۱۲-۱۲-۲۰۰۷
پخپل پور کی
تا پخپله بندی کړی ښځه کور کی
وړکتوب کی دی ښخ کړی ښځه ګور کی
ته د ښځی په ارزښت هیڅ نه پوهیږی
ستا له ظلمه سوځوی ځان ښځه اور کی
ستا په ږیره او تسبیح څوک نه غولیږی
د بی وزلو لوڼی نیسی پخپل پور کی
ته په کوم روایت ځان مسلمان بولی
چی صغیر سره نکاح تړی په زور کی
*****
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)
جرمنی ۸-۳-۲۰۰۸
دترخو اوبوڅښتنه
ډکی څو پیالی می څښلی له عقله نشمه پردی
یا شراب کی اثر نه وه یا پیالی وه نیمایی
*
د بیلتون له غمه نن میکدی ته یم راغلی
د ترخو اوبو څښتنه جام می تش په لاس نیولی
په شرابو زر می مست که ګنځه مه نیسه تندی
یا شراب کی اثر نه وه یا پیالی وه نیما یی
*
هغی خم نه شراب راکه چی حالت می دګرګون شی
هسی مست می که ساقی چی می هیردیاربیلتون شی
هوښیاری نه می، اوبا سه جام می،مه پریږده خالی
یا شراب کی اثر نه وه یا پیالی وه نیما یی
*
لاس نه مه نیسه می جام ، زه یم ډیر غمځپلی
په لمسون د رقیبانو له ما یار مخ ګر ځولی
سر په سر جامونه راکه چی شم چورروغ لیونی
یا شراب کی اثر نه وه یا پیالی وه نیمایی
*
په نیشه کی می را پریږده چی دیار واخلم خبر
چی هغه می حال وګوری ، لیونی خوار او ابتر
مرور جانان پخلا شی ګډ ژوند تیر کړوپه خوښی
یا شراب کی اثر نه وه یا پیالی وه نیمایی
***
پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)
جرمنی ۱۰/۲/۲۰۰۸
افغان نه دی
چی دژبی په سر ویشی خلک څوک
ا فغان نه دی دهغه سر وی تل پوک
چی تاوان رسوی ملی و حد ت ته
د پردو په لاس هغه شوی وی کوک
پوهندوی دوکتورسید حسام (مل)
جرمنی ۱۳/۲/۲۰۰۸