اروښاد اسحاق ننگیال ژوند لیک
اسحاق ننګیال په ۱۳۳۵ لیږدیز لمریز کال کې د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د بسرام په کلي کې زیږېدلی دی.. د پلار نوم یې محمد یوسف دی .لومړی یې د لغمان ولایت په روښان لیسه کې زده کړې تر سر کــــړې.لـه ۱۳۵۳ څخه تر ۱۳۵۵ کال پوری په کابل کی د پولیسو په اکاډمۍ کې په زده کړو بـــــوخــــت و، او لــه فراغت وروسته دهمدغې اکاډمې تــــدریـــــسی غـــړی شـــــو. ژورنا لیستیک کار یې د څارندوي مجله کی پیل کړ او ډیر کلونه ییورته په پیام ورځپاڼه کی دوام ورکړ. دلتـــه یی هم د پوځی خبریال دنــــــده تـــــرســــــره کـړه او هم یی زیاته موده په مستقیم ډول د دی ورځپاڼی د ادبي پاڼې د خپریدو مسولیت تر غاړې وو. ننګیال د یوی لنډی مودی لــــپاره د افغانستان د لیکوالو ټولنی د ژوندون مجلی د مسوول مدیریت دنده هم تر سره کړه د یوی لنډي مودی لپاره د اطلاعاتو او کــــلتــور وزارت د شعر او ادب د اداری مسوول وو. په کابل کی د تنطیمی اداری له سقوط نه وروسته وروسته پیښور ته لاړ او هلتــــه یـی د افغانستان لپاره د بی بی سی رادیو د تعلیمی خپرونو په پروژه کی کارپیل کړ، چــــــــــــی د ژونــــــــــــــــد تـــــر پــــــــــایــــــه پــــــــــــــــوری پــــــــــــــــه هـــــمــــــدغـــــــه اداره کــــــــی پـــــــــــه خــــــــــدمـــــــــت بـــــــــــــــــوخـــــــــــــــت و. اسحاق ننګیال، له ۱۳۵۰ لیـــــــــږدیــــــــــز لمـــــــریـــــــــز کـــــــــــــال راهـــــیسې پـــــــــه شــــــــاعرۍ پیل کړی دی.. په خپل ادبی ژوند کی یـــــــــی یـــــــــــــو شمــــــیـــــــر جـــــــــــــــــــایــــــــــــــــزی ګټـــــــــــــــــلی دی.؛ښــــــــــــه بــــــــه وی چـــــــــــــې دلتــــــــــــه ئــــــــې اثـــــار هم معرفي شي. اسحــــــاق نـــنـګیــــــال د ۱۳۷۷ لمــــــریـــــــز کـــــــــال د ثـــــــــور دمیــــــــــاشتــــــــی پــــــــه اتــــــمــــــه د ۱۹۹۸ میــــــلادی کــــــــال د اپــریل په ۲۸ د ســـــــه شنــــــبــــــــې پــــــــــــه ورځ د ۴۲ کـــــــــالــــــــــو پـــــــــه عمــــــــــر د زړه د دریــــــــدو لـــــــه امــله د پیښور په خیبر روغتون کې له نــــــــــړۍ ستـــــــــرګــــــــــې پـــــــټــــــــې کـــــــــړې او د لـــــغـــمـان د الینګار په بسرام کې په خپله پلرنۍ هدیره کی خاورته و سپارل شو